زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-09  |  2025-03-09  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/12/14 - 04:54:0
زيارة: 222
مشاركة مع الـأصدقاء

د ایلان ماسک شتمني تر ۴۰۰ میلیارد ډالرو واوښته
 د ایلان ماسک شتمني تر ۴۰۰ میلیارد ډالرو واوښته

انصار: ( د لیندۍ ۲۴ مه) ایلان ماسک، چې شتمني یې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیرې میاشتې له بري وروسته په بې ساري ډول زیاته شوې ده، د نړۍ لومړنی کس شو چې شتمني یې له ۴۰۰ میلیاردو ډالرو څخه واوښته.

تراوسه په تاریخ کې د هیچا شتمني دومره حد ته نه ده رسیدلې.

د ده په شتمنۍ کې د وروستي زیاتوالي اصلي دلیل د سپیس ایکس خصوصي شرکت د کورنیو ونډو پلور و، چې د مسک شتمني یې شاوخوا ۵۰ میلیارده ډالره لوړه کړه. د ټیسلا ونډې هم د چهارشنبې په ورځ تر ټولو لوړ قیمت ته ورسېدې، چې د مسک شتمني یې ۴۴۷ میلیارده ډالرو ته ورسوله.

په یوه ورځ کې د ماسک شتمنۍ ۶۲.۸ میلیارده ډالره زیاته شوې، چې دا د تاریخ تر ټولو لویه ورځنۍ اضافه ګڼل کېږي.

په همدې وخت کې، د نړۍ د ۵۰۰ شتمنو کسانو ټولې شتمنۍ په لومړي ځل له ۱۰ تریلیونو ډالرو څخه واوښتې، چې دا شمېر د جرمني، جاپان، او اسټرالیا د تېر کال له ګډ ناخالص داخلي تولید سره برابر دی.

د ماسک شتمني یوازې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۲۱۸ میلیارده ډالره زیاته شوې ده، چې د میلیاردرو په ډله کې تر ټولو زیات ګڼل کېږي.

د ټیسلا ونډې، چې د ماسک د شتمنۍ لویه برخه جوړوي، سږ کال ۷۱٪ زیاتې شوې دي، او د چهارشنبې په ورځ یې ارزښت ۴۲۴.۷۷ ډالرو ته وخوت. دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ټیسلا د ونډو تر ټولو لوړه کچه ده.

تمه کېږي چې ډونالډ ټرمپ به د بې چلوونکي موټرو د فعالیت د اسانولو او د مالیاتي کریډیټونو په لرې کولو سره د ټیسلا لپاره د برښنایي موټرو ملاتړ وکړي. همداراز به، ایلان ماسک د نوي حکومت په کابینه کې د یوه وزارت د کلیدي ريیس په توګه کار پیل کړي، چې دا نوی جوړ شوی وزارت د حکومت له چوکاټه بهر فعالیت کوي، خو ماسک ته به د واشنګټن پر پریکړو د مستقیم نفوذ او له سپینې ماڼۍ سره د نژدې اړیکو فرصت ورکړي.

د چهارشنبې په ورځ، د سپیس ایکس فضایي شرکت او د دهغه پانګوالو موافقه وکړه چې د خپلو کارکوونکو د  ۱.۲۵ میلیارد ډالرو ونډې واخلي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34821






*
*

*



قرأ

امریکا د اوکرایین طبیعي زیرمو ته د لاسرسي حق غواړي


ایران وايي افغانستان ته یې صادرات ۱۶۷ ملیون ډالرو ته رسېدلي


په ۲۰۲۳ کې د ۶۳۰ میلیارد ډالرو وسلې پلورل شوي


افغانستان کې ‏د ټاپي پروژې کار عملا روان دی


په تیرو۱۰ میاشتو کی ازبکستان افغانستان ته د ۸۵۵ میلیون ډالرو صادرات کړي


په پکتیکا کې له بې وزلو کورنیو سره مرستې شوې


د ایران لپاره له چین سره تر ټولو لنډه لار له افغانستان څخه تیریږي


د ریلي همکاریو د پراختیا لپاره طالب پلاوی ایران ته لاړ


پاکستان ته بې کیفیته وریجې مصادره شوې


ایران افغانستان ته ۱۳ سوه میلون ډالرو غیرنفتي صادرات کړي دي


مالیزیا د افغانستان د کانونو له وزارت سره همکاري کوي


د بیټ‌‌‌‌‌‌‌کاین د مجازي پیسو ارزښت له ۸۲زره ډالرو څخه واوښت


د سوداګریزو بندرونو عصري کول او پراختیا مو کاري لومړیتوب دی


د پغمان په اورپېښه کې د مرګ ژوبلو ترڅنګ د یو میلیون ډالرو زیان اوښتی


د طالبانوحکومت له قزاقستان سره د همکاریو د لار نقشه لاسلیک کړه


ترکمنستان له افغانستان سره د ګازو د نللیکې پر جوړولو کار کوي


قزاقستان په ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښکاره کړه


له ۲۰۲۵ کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګمرکي مالیه معاف شي


د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوي


افغانستان کولی شي منځنۍ آسیا ته د پاکستان د ټرانزیټ لار وتړي


د تاجکستان د برښنا ۸۰ سلنه صادرات افغانستان ته کېږي


د افغانۍ ارزښت درې سلنه لوړ شوی دی


پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی


د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې نن رسماً پیلېږي


تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي